افغان حکومت له انګريزي ښکېلاک څخه د آزادۍ د ۱۰۶ مې کليزې په مناسبت خپره کړې اعلاميه کې دا وياړ د هغه وخت د مجاهدینو د جهاد، سرښندنو او قربانيو پايله بللې او نوي نسل په تېره ځوانان یې له تېر تاريخ څخه زده کړې او د هر اشغال پر وړاندې درېدو ته هڅولي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې افغان ولس په يوه پېړۍ کې د درې سترو ځواکونو د ماتولو وياړ لري او له انګريزي ښکېلاک څخه تر آزادۍ اخيستو وروسته یې د شوروي اتحاد او بیا د امريکايي اشغال پر وړاندې هم آزادي اخيستې او بريا خپله کړې ده.

ياده دې وي، چې له نن څخه ۱۰۶ کاله وړاندې د هغه وخت افغان مجاهدينو د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې له سختې مبارزې وروسته بريا خپله او آزادي ترلاسه کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version