د افغانستان نړیوال بانک (AIB) وايي، د دغه بانک رئیس ابراهیم محب د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه بانک د بانکوالۍ چوپړتیاوو سربېره په ځینو برخو کې هم پانگونه کوي.
له ارگ څخه په خبره په شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان نړیوال بانک (AIB) هېوادوالو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادي ډول دوام لري او مسوولین یې په پام کې لري چې د بانکوالۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ساختماني توکو د تولید او هوټلونو په برخو کې هم پانگونه وکړي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) د رئیس له قوله ویل شوي، چې اسلامي امارت د سوداگرۍ، پانگونې او بهرنیو او کورنیو شرکتونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان نړیوال بانک هم چمتو دی چې دوی ته اړینې بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.په هېواد کې د بشپړ امنیت له برکته گڼو کورنیو او بهرنیو شرکتونو په هېواد کې د پانگونې ډاډ ورکړی.
اوسمهال سلگونه بهرنیو شرکتونو د کانونو د استخراج په برخه کې پانگونه کړې او گڼو نړیوالو شرکتونو هم د کانونو، برېښنا، سړکونو، اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې د پانگونې ټټر وهلی دی.
که څه هم د افغانستان په بانکونو نړیوال محدودیتونه لا هم شته؛ خو په کور دننه بانکي چوپړتیاوې په عادي ډول روانې دي او هره ورځ زرگونه خلکو ته بانکي چوپړتیاوې وړاندې کېږي.په هېواد کې د دولتي بانکونو سربېره یو شمېر خصوصي بانکونه هم فعالیت کوي.