د ملي دفاع وزارت وایي، هوايي ځواکونو یې نن (یکشنبه) راولپنډۍ کې پر نور خان پوځي هډه هوایي برید کړی.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې پر دې سربېره یې بلوچستان کې د کویټې ۱۲نمبر قول اردو، د خیبر پښتونخوا مهمندو ایجنسي خویزو کمپ او غلني پوځي قرارګاوو باندې چې مهم پوځي تأسیسات او مراکز دي هم کارنده هوايي ګوزارونه وکړل، چې په هدف لګیدلي او زیات زیان یې اړولی دی.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې یاد هوايي ګوزارونه بیا هم د پاکستان د متمرد پوځ د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې وشول چې تیره شپه او نن ورځ یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې ترسره کړل.
یاد وزارت خبرداری ورکړی، که بیا هم د پاکستاني پوځ شریره کړۍ زموږ د حریم نقض او بې احترامي وکړي، له شدید غبرګون سره به مخ شي.
