
د افغانستان کرېکټ بورد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پر افغان لوبغاړو د پاکستان پوځي رژیم د وروستي برید په غبرګون کې د پاکستان په کوربهتوب راروانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه کوي.
افغان کرېکټ بورډ د لوبغاړو پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یاد لوبغاړي له یوې دوستانه لوبې وروسته نن ماښام د پاکستان پوځي رژیم د یوه ناځوانمردانه برید قرباني شوي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه له قوله دا پېښه د افغان لوبغاړو او د کرېکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بلل شوې او د شهیدانو له کورنیو او د پکتیکا له خلکو سره ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګنده شوې ده.