Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اقتصادي مرستیال: د کابل ـ جلال‌اباد په لومړني سړک د گڼه‌گوڼې له امله ترافیکي پېښې کېږي، اړتیا ده چې دویم سړک جوړ شي
    افغانستان

    اقتصادي مرستیال: د کابل ـ جلال‌اباد په لومړني سړک د گڼه‌گوڼې له امله ترافیکي پېښې کېږي، اړتیا ده چې دویم سړک جوړ شي

    صابر افغانصابر افغان11 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د کابل ـ جلال‌اباد د دویم سړک څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې د کابل ـ جلال‌اباد په لومړني سړک د غر ښویېدنې او گڼه‌گوڼې له امله گڼې ترافیکي پېښې کېږي او اړتیا ده چې دویم سړک جوړ شي.

    له اقتصادي مرستیال دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ټولگټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي مولوي امین الله عبید او د ننگرهار والي ملا محمد نعیم اخوند هم وو.: «د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک د هېواد له مهمو سوداگريزو لارو څخه ياد کړ. په دې لار په ورځني ډول سلگونه باروړونکي او مسافر وړونکي موټر تگ راتگ کوي.

    د کابل جلال‌اباد پر لومړي سړک د زیاتې گڼه‌گوڼې او ځينې وخت د غره د ښویېدو له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې په پايله کې يې هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه رسېږي.

    نو اړتيا ده چې د دغه سړک دویم لين هم جوړ شي، څو ترافيکي پېښې راکمې، سوداگريز توکي په وخت انتقال او د هېوادوالو ژوند وژغورل شي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل ـ جلال‌اباد دویم لین سړک جوړولو پروژې عملي چارې یې په خپلو لومړیتوبو کې نیولې او د امیرالمؤمنین له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

    د کابل ـ جلال‌اباد دویم سړک چارې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې پیل شوي؛ خو د بېلابېلو لاملونو له مخې تر اوسه د دغه چارې چارې بشپړې شوې نه دي.

    پرو سږکال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر جلال‌اباد ته په خپل رسمي سفر پر مهال ویلي وو، چې د دغه سړک چارې یې په لومړیتوبو کې دي.

    د کابل ـ جلال‌اباد لومړنی سړک د غر ښویېدنې، گڼه‌گوڼې او ترافیکو پېښو له امله هره اوونۍ د لسگونه تنو خلکو ژوند اخلي.

    مخکینۍ مقالهبغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر مخ پر زیاتېدو دی
    راتلونکي مقاله د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره میاشت یې ۳۵۲ زره ټنه توکي لېږدولي

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو مخنیوي په برخه…

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026

    شاوخوا ۳۰ هېوادونو له ايران غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتيو تېرېدو هوکړه لاسليک کړي

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026

    شاوخوا ۳۰ هېوادونو له ايران غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتيو تېرېدو هوکړه لاسليک کړي

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.