د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي د بېلابېلو ګاونډيو، سيمه اييزو، او نړيوالو بنسټونو او کمپنيو له لوري، افغانستان کې شاوخوا ۵ ميليارده او ۳۴۸ ميليونه ډالرو پانګونې ته، لېوالتیا ښودل شوې ده.
د اقتصادي معاونيت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ياده پانګونه د کرنې، زېربنا، صنعت، برښنا، کانونو، مخابرات، روغتيا، ټرانسپورټ، ښاري پراختيا، برښنايي حکومتولۍ او په ځينو نورو برخو کې ښودل شوې ده.
د ياد معاونيت په خبره افغانستان کې پانګونې ته لېوالې کمپنۍ ګاونډيو هېوادونو، د سيمې هېوادونو، عربي نړۍ، او لوېديځې نړۍ په ګډون د نړۍ په ډېرو برخو کې د پانګونې ښه مخينه لري.
د رياست الوزرا د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې پر بنسټ د يادې پانګونې له ډلې به یې د ځينو هغو تړونونه ډېر ژر لاسليک او عملي کار به یې پيل شي.
د ميلياردونو ډالرو پانګونې دا خبر داسې مهال نشرېږي چې د افغانستان لپاره روان کال د مهمو اقتصادي تړونونو، زيربنايي پروژو، او نورو پرمختګونو طلايي کال بلل کېږي.