د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټویټر پانه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د امو دریا د نفتي حوزې د تېلو د ۲۵ نورو څاګانو په فعالېدو سره به د یادې حوزې د نفتو ورځنی استخراج له دوه تر درې زره ټنو پورې ورسیږي.
اقتصادي معاونيت ډېروي چې د یادو څاګانو له جملې ۱۸ نوې کېندل کېږي، د دوو اکتشافي چارې پيلیږي او پنځه پخوانۍ څاګانې دي، چې بیاځلې ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.
د يادونې وړ ده چې د هېواد د نفتو د استخراج برخې ته د حکومت د ځانګړې پاملرنې له امله اټکل کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان د نفتو له پلوه پر ځان بسيا هېواد شي.