د اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د روان کال له پیله تر دې دمه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲۶ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د یاد معاونیت خبرپاڼه زیاتوي، چې دې پروژو کې چې لویې لارې، ښاري سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا تولیدي شبکو پراختیا، روغتيایي مرکزونه، هوایي ډګرونه او رېل پټلۍ پروژې شاملې دي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر کار لاندې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ مخابراتي او انټرنیټي خدمات، د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، کرنیزو ځمکو پراختیا او د تحصیلي بنسټونو پراختیا نورې هغه پروژې دي چې روان کال منظورې شوې دي.
همدارنګه اقتصادي معاونیت زياتوي چې، چې يادې ټولې پروژې د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې تمویلېږي.