د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.
له اقتصادي مرستیالۍ څخه په خپره شوې بیانیه کې راغلي: په دغو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر هېوادوالو ګډون کړی وو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا برادر په همدې مناسبت جوړ شویو مراسمو ته ویلي، د کابل – جلال اباد د لویې لارې دوهم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کم واټن یو له بل سره نښلوي.
ښاغلي برادر اخوند دخپلو خبرو پر دوام ویلي، دغه سړک د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر اساس د کابل جلال اباد پر لویه لاره د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي.
ښاغلي برادر اخوند د دې لارې ارزښت ته په اشارې سره ویلي؛ د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ټرافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر همداراز د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه کړې چې دا مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي.