د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې، هند پاکستان، چین ایران، جرمني، ترکیې، قزاقستان، روسیې، عربي متحده اماراتو، هالنډ ازبکستان او نورو هېوادونو ته د ۷۳۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د زراعتي محصولاتو له صادرېدو خبر ورکړل شوی.
په صادر شویو توکو کې، زیره، اېنجه، زردالو، کچالو، مڼې، پیاز، زعفران، تنباکو، ممیز، طبي بوټي، انځر، انګور او نور زراعتي محصولات شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته له هېواده د صادراتي توکو د لېږد لپاره پر بدیلو لار غور شوی او په منظمه توګه له هېواده بهر ته د افغان صادراتي توکو لپاره د لېږد اسانتیاوې برابرې شوي.