اقتصاد وزارت وايي، له افغانستان سره د بشري مرستو کمول او یا هم درول د نړۍوالو د حقوقو او اخلاقو خلاف دي.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري زیاتوي، نړۍ ته نه ښايي چې، له بشري مرستو د خاصو موخو د پرمخ بیولو لپاره سیاسي ګټه پورته کړي.
د امریکا د مجلس استازي ډان مویزر د دغه هېواد کانګرس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړې، چې له مخې یې افغانستان سره مرستې له اسلامي امارت سره د بندي امریکايي وګړو تر ازادۍ پورې مشروطې شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا طرحه د رایان کوربت او جورج ګلزمن د ازادۍ د تضمین لپاره جوړه شوې ده.
افغانستان سره د بشري مرستو په اړه دا طرحه داسې مهال جوړېږي چې افغان حکومت بار بار په بشري مرستو کې د لاسوهنې ادعاوې بې ځايه بللي او تاکيد یې کړی چې بايد بشري مرستي له سياست سره ونه تړل شي.