
د الجزایر په پلازمېنه کې سیند ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، دا پېښه نن (شنبه) په ځایي وخت سهار مهال رامنځته شوې.
ویل شوي، د پېښې ځای ته د ژغورونکو ډلو تر رسېدو وړاندې ځایي خلکو د ژغورنې هڅې پیل کړي او یو شمېر کسان یې ژغورلي دي.