العربیة خبري شبکې د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، د سوریې نوی حکومت به د راتلونکې شنبې پر ورځ اعلان شي.
العربیه په خپل راپور کې وړاندې لیکلي چې، سبا جمعه به د سوریې د افتاء شورا د جوړولو او د دغه هېواد د مفتي د ټاکلو اعلان هم وشي.
د تحرير الشام په مشرۍ د بشار الاسد د حکومت مخالفو ډلو د تېر میلادي کال نومبر میاشتې په وروستيو کې د سوریې له شمال څخه عمليات پيل کړل او د دسمبر میاشتې په اتمه يې په دمشق کې د بشارالاسد حکومت نسکور کړ.
هغه مهال د سوریې نویو چارواکو د دریو میاشتو لپاره لنډمهاله حکومت اعلان کړی و.