د القاعدې نړیوال جهادي تنظیم، د يوې اعلاميې په خپرولو سره شام کې د هیئة تحریر الشام ځواکونو له لوري د (ردع العدوان) په نوم عملیات تایید کړي دي.
همداراز القاعدې تنظیم په اعلامیه کې، د شام مسلمانانو ته د فتوحاتو مبارکي ویلې او د هیئة تحریر الشام ځواکونو له لوري پر بشاري پوځ، او روسي ملیشو ترسره شوي بریدونه یې مبارک عملیات بللي دي.