
المرصاد نشراتې ادارې د خپلو سرچېنو له قوله خبر ورکړی، چې د کابل بانک پر نمایندګۍ د برید طراح او د دغې ډلې مهم غړی، زلمی بدخشي پېښور کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې وژل شوی.
د خبر له مخې، نوموړی د سلمان په نوم هم پېژندل کېده چې د ۲۰۲۵ میلادي کال په اکتوبر مياشت کې له افغانستان څخه وتښتېد او په خیبر پښتونخوا کې د یادې ډلې فعالو مرکزونو ته ولاړ.
المرصاد لیکلي، چې داعش وسلهوال په افغانستان او بلوچستان کې تر ځپل کېدو وروسته خپل مرکزونه د خیبر پښتونخوا ته انتقال کړي، خو هلته هم خوندي نه دي.

