Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»الکېس څېړنیز شرکت: په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی
    افغانستان

    الکېس څېړنیز شرکت: په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یو برېتانوي څېړنیز شرکت ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی دی، چې په تېرو کلونو کې یې اټکل هم نه کېده.

    یاد شرکت په خپل راپور کې ویلي، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت دومره لږ و، چې په تاریخ کې ساری نه‌لري.

    یاد شرکت ویلي، د سپوږمکۍ څخه په لوړ کیفیت اخیستل شوو انځورونو کې ښکاري، چې د کوکنارو کښت د کموالي لامل د طالبانو له لوري په دغه بوټي بندیز لگول دي.

    الکېس څېړنیز شرکت ویلي، دوه کاله وړاندې طالبانو د کوکنارو په کښت بندیز ولگاوه، چې له امله یې په هغو ولایتونو کې هم د کوکنارو کښت صفر شو، چې له نورو ولایتونو په پرتله پکې ډېر کوکنار کرل کېدل.:«هلمند، کندهار، فراه، روزگان، ننگرهار او بغلان هغه ولایتونه وو چې ډېر کوکنار پکې کرل کېدل؛ خو اوس په یادو ولایتونو کې هم د کوکنارو کښت صفر شوی.»

    په راپور کې ویلي، په همدې ۱۴ ولایتونو کې په ۲۰۲۲ کال کې په ۲۰۱۷۲۵ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې د افغانستان د ټولو کوکنارو د کښت ۹۲ سلنه کېږي. خو په همدې ولایتونو کې بیا په ۲۰۱۹ کال کې ۲۱۹۹۷۸ هکتار ځمکه کې دا بوټي کرل شوي وو چې د تریاکو او نورو نشه‌يي توکو په جوړیدو کې ترې کار اخیستل کېږي.:«د طالبانو د بندیزو له کبله په ۲۰۲۳ز کال په همدې ۱۴ ولایتونو کې په ۱۵۶۴۸هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې د پرو سږکال په پرتله پکې ۵۰ په سلو کې کموالی راغلی. په روان ۲۰۲۴ز کال کې بیا یوازې په ۳۶۴۱هکتاره کوکنار کرل شوي وو، چې سږکال د اټکل له مخې د کوکنارو کښت دومره لږ و چې په تاریخ کې ساری نه لري.»

    یاد شرکت ویلي، سږ کال د بدخشان په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي وو، چې گڼ یې له منځه یوړل شول.

    الکېس څېړنیز شرکت خبرداری ورکړی، که افغان بزگرانو سره د معیشت بدیل لپاره مرسته ونه‌شي، نو له نورو کرنیزو توکو خپلې اړتیاوې نه‌شي پوره کولی او مجبورېږي چې بیا د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړي.

    د افغان حکومت گڼو وزیرانو هم په وار ـ وار ویلي چې دوی په هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ کړ؛ خو نړیوالې ټولنې افغان بزگران هېر کړي او هېڅ ډول مرسته ورسره نه کوي.

    مخکینۍ مقالهسوداگرۍ وزارت: د روان کال په نیمايي کې افغانستان د ۵.۲مېلیاره ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې
    راتلونکي مقاله هندوستان ټايمز: هند افغانانو ته د ويزو د ورکړې بهير پيلوي

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 24 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید دوې ورځې تېرېږي، خو د مقاومت،…

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.