د «سوپر پاور» اصطلاح به ډېرو خلکو ډېر ځله د سیاسي بحثونو او یا هم د علمي غونډو په ترڅ کې اورېدلې وي. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د وخت شوروي اتحاد د نړۍ یو له لویو ځواکمنو هېوادونو څخه و، چې د برچې په زور یې ګڼ شمېر هېوادونه تر خپل واک لاندې کړي وو. د دې هېواد لويه ستراتیژي او پالیسي د ځمکو لاندې کولو پر محور ولاړه وه او د همدې موخې لپاره یې د افغانستان د اشغال اراده هم وکړه. دا پلان یې د خپلو افغاني لاسپوڅو په مرسته عملي کولو ته چمتو کړی و، څو د «سره ښامار» خوله د افغان مؤمن ولس د داړلو لپاره خلاصه کړي.
خو د وخت مؤمنې او بیدارې پرګنې تش لاس د دې ستر ځواک پر وړاندې ودرېدې. د خپلې ایماني جذبې په زور یې د شوروي سرې لښکرې او د هغوی لاسپوڅي مات کړل. پایله دا شوه چې د وخت لوی شوروي اتحاد ټوټې، ټوټې او د روسیې ترڅنګ په پنځلس نورو خپلواکو جمهوریتونو بدل شو. دا یو منل شوی تاریخي حقیقت دی، چې د افغانانو د ویاړمنو لاسته راوړنو په زرينو پاڼو کې ثبت شو؛ لکه څرنګه چې د بریتانوي امپراتورۍ له نسکورېدو وروسته د شوروي امپراتورۍ سقوط هم د افغان ولس په نوم ولیکل شو.
له دوه قطبي نړۍ تر یوه قطبي نړۍ پورې: کله چې نړۍ دوه قطبي وه، په یوه اړخ کې د شوروي اتحاد او په بل اړخ کې د امریکا متحده ایالات موجود وو. د سوړ جنګ اوږد بهیر، چې څو لسیزې یې دوام وکړ، د شوروي په ماتې سره پای ته ورسېد او نړۍ یې د یوه قطب تر سیوري لاندې کړه. د دې نوي قطب مشري امریکا تر لاسه کړه.
امریکا له ډېر پخوا د نړۍوال نظم د جوړولو لپاره هڅې پیل کړې وې او غوښتل یې چې ټوله نړۍ د «لېبرال ډيموکراسۍ» تر چتر لاندې د یوه کلي (Global Village) په څېر اداره کړي. خو د دې موخې د عملي کولو لپاره یې له زور، جګړې او فشار څخه پراخه ګټه واخیسته. په یوه قطبي نړۍ کې ورته ښه فرصت برابر شو چې د نړۍ د رهبرۍ څوکۍ په خپل نوم او د فرعونيت تاج په خپل سر کېږدي.
د هژموني د غرور جګړه: امریکا، چې ځان یې د نړۍ بې سیاله هژموني ځواک باله، په ټول غرور سره یې پر عراق او افغانستان یرغل وکړ. په افغانستان کې یې د اسلامي امارت نظام په زور له منځه یووړ او طالبانو ته یې یوازې دوه انتخابونه پرېښودل؛ مرګ یا زندان.
خو د وخت دا سپېڅلی لښکر د جګړې په ډګر کې په تش لاس د ټولې ناټو پر وړاندې ودرېد. مشرتابه یې نړۍ ته ښکاره پیغام ورکړ چې «تاسې به د لیست له سر څخه د لیست پای ته راځئ»، یعنې په افغانستان کې به د الله تعالی په نصرت سره له ماتې سره مخ کېږئ. دا خبره هغه مهال ډېرو خلکو د خندا وړ وبلله، خو هېچا دا نه هېرول چې څو کاله وړاندې یو بل ستر ځواک، یعنې شوروي اتحاد هم د افغان ولس پر وړاندې په ګونډو شوی و.
ځینو مؤمنو مجاهدینو ته د الله تعالی دا وعده تل په زړه کې وه: «وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.» ژباړه: «ووایه چې حق راغلی، باطل له منځه لاړ او باطل تل له منځه تلونکی دی.»
افغان مؤمن او مجاهد ولس په مېړانه د نړۍ د تر ټولو ستر پوځي او اقتصادي ځواک پر وړاندې ودرېد. د نړۍ ډېری شنونکو دا جګړه «غیر متوازنه جګړه» بلله، ځکه چې یوه لوري ته نړۍوال ځواکونه، پرمختللې ټکنالوژۍ، بي-۵۲ او جنګي جټ الوتکې او د زرګونو پوځيانو یرغل و، بل لوري ته یوازې د عقیدې په وسله سمبال افغان مؤمن او مجاهد ولس.
د دې ولس ځوانانو د خپلو نیکونو د ویاړونو لار تعقیب کړه. له غرونو څخه یې پر اشغالګرو بریدونه کول، د اوږده واټن توغندیو پر ځای یې له کوچنيو امکاناتو، اسلحو او بریدونو څخه کار اخیست.
د سوپر پاور او هژمونيک پاور تر منځ توپیر: دلته مهمه پوښتنه دا ده، هغه ځواک چې په افغانستان کې مات شو، ایا یوازې یو سوپر پاور و که تر هغه لوړ هژمونيک پاور؟
د «هژموني» اصطلاح د نړۍوالو اړیکو له نظریاتو څخه اخیستل شوې او د یوه هېواد په سیاسي، نظامي، اقتصادي او ایډیالوژیکو برخو کې پر نورو هېوادونو د برترۍ څرګندونه کوي. هژموني ځواک یوازې یو هېواد کېدلای شي، خو «سوپر پاور» بیا هم مهاله څو هېوادونه کېدلای شي.
د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته د امریکا متحده ایالات د نړۍ یوازینی هژمونيک پاور شو او په ټولو یادو برخو کې یې د نړۍ مشري وکړه. خو د افغانستان په جګړه کې د امریکا ماتې، د روسیې او چین د بیا را پورته کېدو سره یو ځای، د دې هېواد هژموني له جدي ګواښ سره مخ کړه.
هغه هژموني ځواک چې په افغانستان کې یې له ۴۸ هېوادونو سره په ګډه جګړه کوله، د افغان مؤمن ولس په لاس مات شو. دا برياليتوب یوازې د یوه ځواک پر وړاندې نه، بلکې د نړۍ د ټول سیاسي او پوځي هژموني پر وړاندې بری و، چې د تاریخ په زرینو کرښو کې به د افغان ولس په نوم پاتې وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.