Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»امام ابن حبان رحمه الله تعالی وپېژنئ!
    دیني لیکني

    امام ابن حبان رحمه الله تعالی وپېژنئ!

    صابر افغانصابر افغان20 اگست 2024څرگندونې نشته8 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    امام ابن حبان رحمه الله تعالی څوک دی؟امام ابن حبان رحمه الله تعالی د در‌ېیمې صدۍ یو وتلی او منلی عالم تېر شوی دی؛ حضرت امام رحمه الله تعالی ستر عالم، فقیه او محدث و، په لاندې علومو کې یې مهارت او شهرت درلود: حدیث، فقه، لغت، طب، علم نجوم او داسې نور… حضرت رحمه الله تعالی د سمرقند قاضي پاتې شوی دی.

    علامه ابن حجر عسقلاني رحمه الله تعالی او نور د جرح او تعدیل امامان یې په لویو القابو لکه:”الامام الحافظ و غیره” یادوي. له استاذانو څخه یې مشهور استاد، علامه نسائي رحمه الله تعالی(د سنن نسائي مصنف) دی او له شاګردانو یې مشهور شاګردان: امام حاکم رحمه الله تعالی(د مستدرک حاکم مصنف دی) او امام دار قطني(د دار قطني مصنف). حضرت امام رحمه الله تعالی مذهباً شافعي دی؛ د قوې حافظې څښتن و، ډېر تصانیف یې کړي دي، مشهور تصنیف یې (صحیح ابن حبان) دی.نوموړي د علمي زده کړي او پکې د ارتقاء په نیت مختلفو هېوادونو لکه: شام، عراق، حجاز، ماوراء النهر او داسې نورو ته سفرونه کړي دي.

    د ابن حبان رحمه الله تعالی ټاټوبی:حافظ ابن حبان رحمه الله تعالی په (بُست) چې افغانستان، هلمند ولایت، د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې یوه مشهوره سیمه ده، کې په (۲۷۰ هق) کې زیږیدلی او (۳۵۴ هق) کې په همدغه بست نامي سیمه کې وفات شوی دی، قبر یې همدلته (بست) کې د بست مشهورې کلا په څنګ کې جوړ دی.

    همدا وجه ده چې بست ته په نسبت سره البستي ورته ویل کیږي. رحمه الله تعالی. که په لنډو ټکو و وایو: یو وتلی عالم و، ګڼو علومو کې لکه: حدیث، فقه، تاریخ، طب، جغرافیه علم نجوم کې یې مهارت درلود. رحمه الله تعالی.

    د بست کلا پېژندنه:بُست د هلمند ولایت مرکز لښکرکاه ته څېرمه یوه تاریخه سیمه ده د تاریخ پوهانو په خبره چې خورا قدامت لري؛ دې سیمه کې د بُست په نامه یوه کلا جوړه ده، د کلا جوړښت زړه را ښکونکی او حیرانوونکی دی.

    دوه کاله وړاندې هلته لاړم د هغې کلا جوړښت مې ولېد حیران یې کړم، ځکه عموما خو نن سبا غټ تعمیرونه د ځمکې پر سر جوړیږي او بیا د استحکام لپاره سریا، پخې خښتې او سیمینټ پکې کاریږي.

    مګر بُست کلا د نورو تعمیرونو بر عکس ځمکه کې دننه څو پوړیزه ودانۍ جوړه ده، د پخو خښتو پر ځای خامي خښتې په دومره ډیزاین او مهارت پکې کارول شوې دي چې هیڅ تېر بېر پکې نشته او د کومې خټې په وسیله چې لګول شوې، هغه ساده خټه نه، بلکې تر سیمینټ هم محکمه ښکاري، خو سیمینټ نه ده.

    په هر پوړ کې خونې جوړې دي، ځیني غټې او ځیني بیا وړې دي؛ او د لاندې شوه کیدو لپاره د خښتو په توسط ښه پراخه لاره جوړه ده چې هر څوک کولای شي په اسانۍ سره پای ته ځان ورسوي، خو متاسفانه د رڼا انتظام پکې نشته، ځکه لازمه ده چې لاس کې بتۍ ولري! په لیدلو سره انسان هک پک پاتې شي چې دا یې څنګه ځای جوړ او دا عقل حیرانوونکې نقشه یې له کومه را وړې او څومره مستحکمه یې جوړه کړې ده چې د تاریخ پوهانو د قول مطابق پرې سلګونه کلونو تېر شوې، لا همغسې مضبوطه او محکمه پاتې ده؛ موږ چې کله لاندې شوه کیدو، چونکې تیاره وه، خو د خلکو ګڼې ګوڼې او اوازونو به حوصله را کوله چې ګنې هر پوړ کې خلک شتون لري، اخري منزل نور هم حیران کړو.

    په کلا باندې چار چاپېره پلن دیوالونه محیط دي؛ اول خو له لویه سره دغه کلا پر یوه غونډۍ جوړه ده او بیا په کلا کې دننه چې کوم تعمیر جوړ دی هغه هم په لوړه غونډۍ کې دننه جوړ شوی دی، متاسفانه چې د ورختلو لاره یې ناسمه ده، هر څوک په اساني سره نه شی ور ختلای؛ د غونډۍ په شا و خوا کې د پخوانۍ ابادۍ اثار اوس هم تر سترګو کیږي؛ په ډېره اساني سره درک کیدلی شي چې دلته به یو وخت په لوی شمېر کورونه جوړ وو، حتی له کلا څخه په لرې فاصله کې لا هم د زړو ودانیو اثار لیدل کیږي، نو ویلای شو چې دلته به شاید باقاعده لوی ښار اباد و؛ د کلا تر غونډۍ لاندې د کلا له دخولي دروازې سره د خوږو اوبو ویاله بهیږي چې د سیاحت کوونکو پام یې ځانته اړولی دی. موږ چې کله له کلا را بهر شووملګري مې چې زما کوربه و، وویل: “ویل کیږي دلته د یوه صحابي قبر دی” د دې خبرې په اوریدو مې تلوسه زیاته شوه چې د دې قبر پوښتنه وکړم چې دا د چا قبر دی؟ نو له ویالې سره نږدې د ا.ا. د سرسپارلیو اتلانو هستوګنځی دی چې د همدغې تاریخي آبدې ساتنه او امنیت یې تر غاړي دی؛ له یوه مجاهد څخه مې د قبر په اړه پوښتنه وکړه، چونکې هغه هم کشر طالب و، ډېر معلومات یې نه درلودل خو دومره یې پوه کړم چې دلته د یوه غټ عالم قبر دی، ځای یې را وښود چې هغه مخامخ یې زیارت دی.

    زیارت ته چې ور ورسیدو؛ موږ هم په ډېر شوق ور روان شوو، دغه زیارت (بست کلا)ته څېرمه واقع دی، د زیارت په لار کې لویه هدېره وه، چې پخواني او غټ غټ قبرونه پکې جوړ دي؛ زیارت باندې چارچاپېر دیوال را تاو دی او زیارت ښه پراخه حویلۍ لري او زیارت کې اسمان څکو ونو او ګڼ شمېر توتانو د زیارت دننه حویلۍ ته لا ښکلا ور بښلې ده. چې کله د زیارت حویلۍ ته دننه شوو، یو طرفته پخه کوټه ده، هغې ته ورغلو او تر هغې چې ور تېر شوو، بله پخه کوټه او دې پخه کوټه کې یو قبر جوړ دی چې له ښه بخته کوټه غټه ده، ډېر زیارت کوونکي پکې ځاییږي او دلته په خوا کې ور سره د لمانځه لپاره مسلې/جای نمازونه پراته دي، زیارت کوونکي نفل پر اداکوي؛ هلته د ننوتلو مهال مې د دروازې پر چارچوب ولېدل چې پرې د امام ابن حبان رحمه الله تعالی نوم لیکلی دی چې :” دا د ابن حبان رحمه الله تعالی زیارت دی” یقین وکړئ دومره بل رکم کیفیت را باندې راغلی چې له تعبیره یې عاجز یم ؛ لنډه به یې درته کوم چې: زیارت ته ور دننه شومچې زیارت ته ور دننه شوم… چې و مې لیدل خړ پړ قبر دی شا و خوا بلکې ټول پوخ جوړ دی او له ښه بخته کوچنی جوړ و او قسما قسم دسملونه او پرې رنګارنګ جامې نه وي غوړیدلې، بالکل سیده ساده قبر و، همدا وجه وه چې د عوامو په مینځ کې یې هیڅ شهرت نه دی موندلی؛ دا خړ پړ قبر داسې عجیب کیف درلود چې زړه مې ور ځنې تلل نه غوښتل، ورته ولاړ وم بې اختیاره مې له سترګو اوښکې توییدلې، خو زړه مې دومره خوښ و، ګنې د ټولې نړۍ نعمتونه یې ماته را کړي ده، چې کله په ولاړه ستومان شوم بیا مې نفل ادا کړل اوږده دعاء مې وکړه په داسې حال کې ترې رخصت شوم چې زړه مې هغلته و، نه یې غوښتل چې له دې سترې هستۍ څخه رخصت شي. بس! مجبوري وه؛ د بیرته را تللو مهال مې د دروازې پر چارچوب د ابن حبان رحمه الله تعالی مختصر تعارف ولیک.

    د تاسف خبره!خو چې له زیارته را ووتم چې د زیارت په حویلۍ کې مې سترګې وغړولې، عجیب منظر مې ولېد، ډېر یې خپه کړم، هغه دا چې خلک دلته د میلې لپاره راغلي وو، لکه چې وړاندې مو ولیکل چې دا ښه پراخ ځای دی، د ونو او توتانو یخې سایې لري، چکه شروع وه او ځیني نور بیا هسې په پالتو مجالسو بوخت وو.

    د هلمند اطلاعات او کلتور ریاست څخه هیله کوو چې د دې سترې هستۍ لنډ ژوند لیک ولیکي پر لوحو یې درج کړي یوه لوحه زیارت کې دننه نصب کړي او بله لوحه له بست کلا سره نصب کړي ځکه د بست کلا لیدلو ته ډېر خلک راځي د دې لوحې په لیدلو سره به خلک پوه شي چې بست کلا تر لیدلو خو د دې عظیمې هستۍ زیارت په څو چنده اهم او ارزښتناک دی، لازما به خلک له زیارت کولو نه برخمن شي.

    اخري خبره، خو اهمه خبره!دا چې د ابن حبان رحمه الله تعالی په زیارت کې باید یو ښه کتابتون جوړ شي څو دا مبارک مقام د میله ځی او پالتو مجالسو پر ځای په مطالعه ځای او کتاب کتنې بدل شي؛ له یوې خوا به د دې مقدسي هستۍ روح ته ثوابونه رسیږي له بلې خوا به ځوان نسل د خپلو اسلافو له حالاتو او کارنامو خبر شي او په نقش به یې قدمونه کېږدي.

    دا خبره مسلَّمه ده چې څوک د چا له حالاتو او کارنامو څخه خبر نه وي، اعتقاد یې نه ورته جوړیږي. او ځوان نسل به مو د پردي ناولي کلتور او ثقافت پر ځای خپلو اسلامي ارزښتونو او دیني اقدارو ته ژمن او متعهد شي؛ او دلته له بست کلا سره نږدې به شاید د نورو ستر هستیو قبرونه وي، ځکه پر ستره هستۍ لازما سترې هستۍ را ټولیږي، دا نو د اطلاعات و فرهنک د مسئولینو وظیفه ده چې پلټنه وکړي.

    یوه هیله!دا وو د امام ابن حبان رحمه الله تعالی اړوند مختصر معلومات چې ستاسو حضور ته مو تقدیم کړل، په دې هیله چې تر نورو یې و رسوئ!

    مخکینۍ مقالهد افغانستان برښنا شرکت استازو او ازبکستان تخنيکي پلاوي تر منځ ناسته شوې
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت: د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰ ځوان منسوبین فارغ شوي

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    ‏د ‎ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د زندان اړوند…

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.