Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»امرالله صالح په شمال کې د داعش جوړونې په برنامه کار کوي
    راز

    امرالله صالح په شمال کې د داعش جوړونې په برنامه کار کوي

    صابر افغانصابر افغان18 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    امرالله صالح چې تازه يې د مقاومت جبهې څخه لاره جدا کړې او له يادې جبهې څخه يې ډيری مایوس او ناراضه کسان ورسره يو ځای کړي دي؛ تازه په دې هڅه کې دی چې په شمالي ولايتونو کې د بهرنيو استخباراتو په دستور د داعش پروژه پلې کړي.

    په دې پروژه کې به د داعش خراسان سره په هماهنګۍ ځينې کارونه شامل وي چې لوجستيکي او نورې اړتياوې به يې د امرالله صالح لخوا برابريږي، خو فعاليتونه به د داعش له ادرسه ترسره کېږي او يا به هم دوی خپله د داعش په نوم ځينې کړنې ترسره کوي.

    د هندوکش غږ د معلوماتو په اساس دا پروژه چې اصلي هدف يې په افغانستان خصوصا په شمال ولايتونو کې د ځينو استخباراتي سازمانونو په اشاره د دوی د رقيبو هيوادونو د کسانو په نښه کول او په هغه هيوادونو کې چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره ښه روابط لري؛ د تشويشونو رامنځ ته کول او د افغانستان او شمالي ګاونډيو هيوادونو تر منځ د بې باوريو رامنځ ته کول دي، دغه راز ياده پروژه ښايي د هغو استخباراتي کړيو د هڅو يوه برخه وي چې غواړي داعش پروژه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته هم انتقال کړي.

    د هندوکش‌ غږ د معلوماتو په اساس، امرالله صالح د دې کار لپاره د مقاومت جبهې څخه راجدا شوی يو مهم کس چې په مقاومت جبهه کې يې هم مهم مسؤوليت درلود، ټاکلی دی او خپله صالح په دې اړه تازه يو هيواد ته سفرونه هم کړي دي.

    هندوکش‌ غږ ته دقيق او مستند معلومات رسېدلي چې صالح د داعش سره د اړيکو پخوانۍ مخينه لري، څو کاله مخکې د جمهوريت پر مهال په کابل پوهنتون باندې د داعش له لوري ترسره شوي بريد کې هم امرالله صالح په مستقيم ډول دخيل و، کوم چې د ګڼ شمير بې ګناه محصلينو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شو، ياد بريدګر د امرالله صالح لخوا په کابل کې په يو مصؤون ځای کې ساتل شوي وو او د نوموړي د ملګرو لخوا د بريد تر ساحې رسول شوي وو، دغه راز د بريد طراح هم تر وروستۍ لحظې د امرالله صالح سره په ارتباط کې و.

    په ۲۰۲۲ کال کې د داعش لخوا په تاجکستان هيواد توغنديز بريد ترسره شو چې د هندوکش غږ لخوا د ترلاسه شوو دقيقو معلوماتو په اساس ياد بريد هم د مقاومت جبهې په مرسته ترسره شوی و او د بريد لپاره يادې جبهې داعش خراسان ته توغندي ورکړي وو.

    د سرپرست حکومت د ځانګړو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د داعش پروژه په سخت ډول ځپل شوې ده او د تحليلګرانو په باور د امرالله صالح له لوري د داعش دا نوې پروژه او د سيمې د استخباراتو په دستور مصنوعي داعشيت ښايي هيڅ کله خپلو اهدافو ته ونه رسېږي.

    مخکینۍ مقالهد قطر لومړي وزير د اردن له بهرنیو چارو وزير سره په خبرو کې د فلسطيني ولس جبري اېستل غندلي
    راتلونکي مقاله د افغانستان انټرنشنال په اړه د عطا محمد نور دریځ؛ ایا لار به جلاء کړي!؟

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 جولای 2025

    د اسماعیل هنيه د شهادت لومړی تلين؛ حماس غورځنګ: لاره یې تعقيبوو او د ازاد فلسطين تر جوړېدو مبارزه کوو

    حماس اسلامي غورځنګ د دې غورځنګ د سياسي دفتر مشر شهيد اسماعيل هنيه د شهادت…

    کار پروژه تولید ۴۰ میگاوات برق آفتابی در ولایت لوګر آغاز شد

    31 جولای 2025

    لوګر کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

    31 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسماعیل هنيه د شهادت لومړی تلين؛ حماس غورځنګ: لاره یې تعقيبوو او د ازاد فلسطين تر جوړېدو مبارزه کوو

    31 جولای 2025

    کار پروژه تولید ۴۰ میگاوات برق آفتابی در ولایت لوګر آغاز شد

    31 جولای 2025

    لوګر کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

    31 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،935 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.