د سکای نیوز امريکايي رسنۍ د راپور له مخې، د چهارشنبې په ماښام د امريکا په واشنګټن ډيسي ښار د یهودیانو د موزیم او د FBI دفتر په څو مترۍ کې د ډزو له امله د اسرائيلو د سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي.
د سرچينې په خبره، امريکايي چارواکو پېښه غندلې او په وينا یې د بريد کوونکي د نيولو او وژلو په اړه یې ضد او نقيض څرګندونې کړې دي.
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي دني دانون د ژورې خواشينۍ څرګندولو سربېره ياد بريد د يهودو پر ضد يو پلان شوی کار بللی دی او له امريکايي حکومت یې د ورته بريدونو د مخنيوي هيله څرګنده کړې.