Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»امریکايي چارواکي: طالبانو له بند څخه د درېیو امریکايانو خوشې کولو لپاره جدي هڅې کوو
    نړۍ

    امریکايي چارواکي: طالبانو له بند څخه د درېیو امریکايانو خوشې کولو لپاره جدي هڅې کوو

    عمران آغاعمران آغا11 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د طالبانو په بند کې د امریکايي وګړو د دوو کلنو د تېریدو سره هممهاله ویلي چې خپلې ټولې هڅې کوي چې رایان کوربت، محمود حبیبي او جورج ګلزمن د طالبانو له بند خلاص او خپلو کورنیو ته ستانه کړي.

    توماس ویسټ د شنبې د ورځې ناوخته اګست لسم ( زمري ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په افغانستان کې د طالبانو په بند کې ددغو درېیو امریکايي بندیانو په اړه د یرغمل نیونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ځانګړي استازي روجر کارسټینز د یو ټویټ په غبرګون کې ویلي باید چې خپلې ټولې هڅې خپلو کورنیو ته د دغو بندیانو د ستنولو لپاره ترسره کړي.

    هغه ویلي: ” نن ورځ زما فکر او دعاګانې رایان کوربت، محمود حبیبي او د هغوی کورنیو سره دي. مونږ غواړو او باید چې خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړو ترڅو هغوی او جورج ګلزمن د هغوی کورنیو ته ستانه کړو”.

    د یرغمل نیونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ځانګړي استازي روجر کارسټینز د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغو درېیو امریکايي وګړو په اړه لیکلي: ” دوه کاله د مخه ریان ګوربت او محمود حبیبي په افغانستان کې بندیان شوي دي. ریان، محمود او جورج ګلزمن د ډېرې اوږدې مودې لپاره په بند کې پاتې شوي او د هغوی کورنیو داسې کړونه ګاللي چې تصور یې نشي کیدلی. مونږ به خپلو کورنیو سره د هغوی د يو ځای کېدو لپاره خپلو هر ډول هڅو ته دوام ورکړو”.

    د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د جمعې په ورځ اګست نهم ( زمري ۱۹) ویلي و چې د شنبې په ورځ د طالبانو په بند کې د رایان کوربت او محمود حبیبي د بند د تېریدو دوه کاله پوره کېږي.

    هغه واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته وویل: ” دا دوه کاله کېږي چې هغوی د خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي. مونږ په افغانستان کې د محمود، راین او جورج ګلزمن امریکایانو په غیر عادلانه ډول د توقیف او هوساینې په اړه په ژور ډول اندیښمن یو او مونږ د طالبانو سره په هره ناسته کې د هغوی د توقیف مسله راپورته کړې ده”.

    میلر وویل چې ددغو امریکايي بندیانو خوشې کیدل او خپلو کورنیو ته د هغوی ستنول د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

    افغان حکومت تر اوسه د دغو امریکايي بندیانو په اړه د امریکايي چارواکو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو د افغان حکومت ویاند چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په تړاو د دوحې ۳ مه غونډه کې ددغه حکومت په استازیتوب ګډون کړی و، د تېرې میاشتې جولای په درېیمه د دوحې څخه د ستنیدلو وروسته کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوو امریکايي چارواکو سره یې د امریکايي بندیانو د خوشې کیدو په شرایطو خبرې کړي دي.

    هغه وویل: ” د افغانستان شرایط باید ومنل شي چې په هغه شرط باندې مونږ هم اتباع لرو چې په امریکا کې بندیان دي په ګوانتانامو کې بندیان دي د هغو پر وړاندې باید مونږ خپل اتباع راخلاص کړای شو څرنګه چې امریکايي اتباع هغوی ته مهم دي مونږ ته افغانان مهم دي؛ په دې اړه مو هغوی سره بحثونه کړي دي”.

    ذبیح الله مجاهد وویل چې په دې موضوع د مخه هم امریکايي چارواکو سره خبرې شوې وې او په راتلونکې کې به هم دا خبرې دوام ومومي.

    مخکینۍ مقالهد بلجیم د بهرنیو چارو وزیره: د اسرائیلو له لوري د فلسطین عامه‌وژنه روانه ده
    راتلونکي مقاله ‏د راتلونکې سنبلې مياشتې په لومړۍ نېټه د سالنګ لويه لار تړل کېږي

    مربوطه لیکنې

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.