د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د غزې په جګړې کې ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د اوربند خبرې دې نه کمزورې کوي.
ټاکل شوې چې دا خبرې به په قطر کې پیل شي.
د امریکا او قطر جګپوړو چارواکو دا څرګندونې په ټلیفوني خبرو کړي او سره له دې چې د کوم هېواد یا ډلې نوم یې نه دی اخیستی خو داسې معلومیږي چې هدف یې ایران، اسرائیل او د حماس اسلامي غورځنګ ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرو په اړه په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي بلینکن او ښاغلي الثاني وویل، “په سیمې کې هیڅ اړخ باید داسې اقدام ونکړي چې موافقې ته د رسیدو هڅې کمزورې کړي”.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له یوې خوا په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه شهادت کیدو له کبله ایراني چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی چې په اسرائیل به د غچ اخیستو په خاطر برید کوي.
د ایران همدې خبرداریو له کبله متحده ایالاتو منځني ختیځ ته نورې جنګې کښتۍ، په رهبري شویو توغندیو سمبال اوبتل او جنګي جیټ الوتکې واستولې چې پنټاګان ویلي د اوبتل استولو هدف ایران ته پیغام ورکول دي.
د متحده ایالاتو په ګډون د څو اروپایي هېوادونو مشرانو له ایران غوښتي چې په اسرائیل له برید څخه تېر شي خو د ایران نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان تېره ورځ وویل چې د تیري ځواب ورکول یې حق دی.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د حماس اسلامي غورځنګ يو جګپوړي چارواکي ويلي، چې د اوربند په اړه په غير مستقيمو خبرو کې ګډون نکوو.