د راپورونو لهمخې، امریکا د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر میاشتې له ۷مې نېټې راهیسې د صهیونیستي رژیم د ملاتړ لپاره له ۲۲ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې مصرف کړې دي.
په دې مرستو کې د هوایي دفاع توغندي، رهبري کېدونکي دقیق هدف ویشتونکي بمونه، اپاچي چورلکې، زغرهوالې موټرې او نور پوځي مهمات شامل دي.
د ستکهولم د سولې څېړنیز انسټیټیوټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د صهیونیستي رژیم ۷۸ سلنه د اړتیا وړ وسلې د امریکا لهخوا تأمین شوي دي.
د یاد انسټیټیوټ د راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې د ۲.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۰ زره ټنه وسلې اسرائیلو ته استول شوې وې چې دا شمېره د ۲۰۲۴ کال تر اګست میاشتې پورې ۵۰ زره ټنو ته لوړه شوې.
همداراز امریکا روان کال له اسرائیلو سره د وسلو سل تړونونه لاسلیک کړي، چې له مخې یې د دغه رژیم د هوایي دفاع سېسټم د توغندیو او د وسلو زېرمې بشپړې ساتل شوي.
دا مرستې په داسې حال کې شوي چې د بشر حقونو د څار ډلو په وار وار په غزه او لبنان کې پر ملکي وګړو په بریدونو کې د وسلو پر کارولو نیوکې کړي.
د بشر حقونو فعالانو ټینګار کړي چې پر دغو وسلو د امریکا د څار نشتوالی د ملکي وګړو د پراخې مرګژوبلې سبب شوې ده.