د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر لوید اسټین منځني ختیځ ته د ابراهام لېنکن اوبتل د استولو امر کړی دی.
دغه اوبتل په لارښودو توغندیو سمبال دی او سیمې ته په داسې حال کې استول شوی چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدو ده. د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې لوید اسټین دغه امر د اسراییل د دفاع له وزیر یوف ګالانت سره له اړېکې وروسته صادر کړ.
امریکا منځني ختیځ ته داسې مهال د یوه نوي اوبتل د استولو خبر ورکړی، چې د جورجیا اټومي اوبتل د جولای له میاشتې راهیسې په مدیترانې سمندرګي کې دی.