Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»امریکا د بشر حقوق تر نامه لاندې له بشر سره په شر کې اخته ده!
    افغانستان

    امریکا د بشر حقوق تر نامه لاندې له بشر سره په شر کې اخته ده!

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل وطنمل

    امریکا د خپلو ګټو د تحفظ لپاره د هرې لوبې لپاره مُهرې او دانې لري؛ د ښځو په عزت او ابرو یې د سیماثمر په مشرۍ دوکان پرانستی و او اوس یې د رینا امیري په نامه نانځکه را پاڅولې ترڅو د افغان ښځو د بېلارېتوب پروژه ډیزاین او د سیما ثمر په رول کې ظاهره شي.

    دا سمه ده چې افغانان د ښځو زده کړې غواړي، دا سمه ده چې ښځو ته د کار مصون چاپیریال غواړي او نظام هم ژمن دی او پرلپسې ډول یې ویلي چې موږ ښځو ته د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې تعلیمي او کاري خوندي چاپیریال باندې کار کوو، همدا اوس سلګونه مدرسې او طبي انستیتونه د ښځینه زده کړو پرمخ پرانستي دي، هیڅ موانع او ننګونې يې پر مخ نشته، د پخوا په څېر یې کوڅه ډبي ځوانان په لارو او کوڅو کې د مزاحمت جرائت هم نه شي کولی.

    هر هېواد ځانته محیطي او عقیدوي شرایط لري؛ امریکایان، اروپایان، شرقیان او غربیان نه شي کولی چې د خپلو حکومتونو سیټپ آپ دلته عوض او replace کړي.

    په شلو کلونو کې یې د ډالرو او بمونو باران لاندې دا چاره ونشوه کړای چې لا یې مستقیم حضور درلود اوس به یې څه ډول وکړي چې نه حضور لري او نه یې وس رسېږي؟

    د غرب پر واټونو څو بې لباسه او بې حجابه مېرمنې زموږ د افغانو باعفتو او با عزتو مېرمنو استازولي نشي کولی، زموږ ټوله ډېره حساسه ده دوی د غربي دموکراسۍ او د ښځو تر حقوقو لاندې درواغجنو تبلیغاتو تر تاثیر لاندې نه راځي، دوی د غرب د ښځو ستړی او بې عزته ژوند د رسنیو، کتابونو او اخبارونو له لارې څاري او ګوري یې، چې ښځې عسکري کوي، جګړو ته ځي، په کانونو کې کار کوي، د جبري زناګانو قرباني دي، او په رنګارنګو ناروغیو اخته دي.

    نن سبا هلته ټول د فامیلي ژوند په ارمان دي، مګر دا حق ترې غربي دموکراسۍ او سیکولریزم اخیستی، نر اخلي بل نر ته یې ودوي، ښځه له ښځو سره ودونه کوي، څوک د ښځو په ځای سپي ساتي، څوک په ښځو بچي نه راوړي او خپل ملکیتونه او سرمایې د سپیانو په نومونو ثبتوي.

    تاسو د ځان وژنې او رواني ناروغیو په تړاو څېړنیز راپورونه ولولئ ټکان به وخورﺉ؛ د ډلیزو جنسي بریدونو په قضیو به مو غونې زېږې شي.

    چېرته چې له انسان د فامیل حق اخیستل کېږي، چېرته چې انسان ته د انساني وقار لاندې ژوند نه ورکول کېږي او چېرته چې یوه مېرمن خپل فطري ژوند ته نشي راګرځېدلای، هلته د کوم بشر بحث مطرح دی؟

    له دغسې اختناق نه ډک چاپیریال له ما څخه د ښځو حقوق څه ډول غواړي؟ ښکاره ده چې دوی زموږ د ښځو لپاره داسې ژوند غواړي چې زموږ خپلې مېرمنې ورته نه دي حاضرې.

    دلته هره ښځه، لور ده، مور ده، مېرمن او خور ده؛ د ښځې د لورولۍ حیثیت، د خورولۍ حیثیت، د مېرمنې په توګه د هغې مقام او د مور په توګه د دوی مقام او شان باعزته، با عظمته او له درناوي ډک شمېرل شوی.

    د کوم بشر د حقونو ادرسونه چې دي، دوی دې لږ تر لږه د اټوم بمونه د بشر په ضد نه تولیدوي، دوی دې د بشر په ضد خپلې تسلیحاتي فابریکې وتړي، او دوی دې په ګرده نړۍ کې اقتصادي او خپلې نیابتي جګړې ودروي، یا دې لږ تر لږه له بشر سره ځان په شر نه اړوي.

    تېره ورځ زموږ په ګاونډ کې د پاکستان پوځ او آی ایس آی څو معصوم انسانان ژوندي تر خاورو لاندې کړل، ما د ټولې نړۍ رسنۍ واړولې را واړولې او د چاپي رسنیو په سرخیو کې مې هم ددې لویې بوږونکي پېښې په تړاو متاسفانه کوم خبر تر سترګو نه شو، هسې مې د بشر حقوقو ادرسونو ته د الفت صیب دا بیتونه مخ ته راغلل:
    په احسان غلاموې چې بل انسان
    بیا دعوه کوې د خیر او د احسان
    دا که ستا بشر دوستي وي بشر دوسته
    لا به کړې چې لېوه شې یا شیطان

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکندهار کې ۷۰۰ عدده ټابلېټ‌کا گولۍ نیول شوې
    راتلونکي مقاله بیت الله د نړۍ تر ټولو ګرانه بيه ودانۍ وشمېرل شوه

    مربوطه لیکنې

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.