یو شمېر نړۍ والو رسنیو خبر ورکړی، چې زرګونه لاریون کوونکي د فلسطین په ملاتړ د سپینې مانۍ مخته راټول شوي او له ولسمشر بایډن څخه غواړي، چې د اسرائیلو له ملاتړه دې نور لاس په سر شي.
“ګارډین” ورځپاڼۍ لیکلي: ” لاریون کوونکو له ځانونو سره هغه تختې هم لېږدولې، چې پرې لېکل شوي و، بایډنه ستا لاسونه په وینو لړل شوي دي او فلسطین آزاد کړئ”.
په را پورونو کې ویل شوي، چې لاریونوالو همداراز په غزه کې د نسل وژنې پر ضد شعارونه هم له ځان سره لېږدول.
رسنیو ویلي، چې پولیسو د لاریون کوونکو تیت پرک کولو لپاره له مرچ لرونکې سپرې استفاده کړې او ځینې لاریون کوونکي یې نیولي دي.
د سپېنې ماڼۍ مخ ته لاریون وروسته له هغې ترسره شو، چې بایډن په خپله وروستۍ بیانیه کې د غزې تړانګې پر “رفح ښار ” د اسرائیلي یرغلګرو بریدونو ته په غبرګون وویل، چې دا بریدونه اسرائیلو سره د امریکا ملاتړ سره کرښه نه نقض کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو پوځیانو په بریدونو کې ۲۱۰ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.