سپینه ماڼۍ وایي چې امریکا، فرانسې، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې په ګډون ځینو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې پر صهيونيستي اسراییلو او لبنان غږ کړی چې پر بېړني اوربند هوکړه وکړي.
د سپینې ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د جګړې دا دواړه ښکېلې غاړې باید د خبرو مېز ته کېني او د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.
په وروستیو کې د صهيونيستي اسراییلو او لبنان ترمنځ توغندیز او هوايي بریدونه زیات شوي چې له امله یې یوازې په لبنان کې تېره ورځ ۷۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۲۳ نور ټپيان دي.
د لبنان او صهیونیستي اسراییلو ترمنځ د نښتو په غبرګون کې دا ګډه اعلامیه د امریکا، فرانسې، اروپایي ټولنې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اسټرالیا له لوري پرون، چهارشنبې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې لاسلیک شوې ده.
په دې اعلامیه کې په غزې تړانګې کې هم د اوربند ملاتړ شوی او د صهيونيستي اسراییلو د اشغال او بریدونو د پایتهرسېدو غوښتنه شوې ده.
امريکا او اروپايي ټولنه د اوربند غوښتنه داسې مهال کوي چې د غزې او لبنان په وړاندې ښکاره د صهيونيستي پوځ په ظلمونو غږ نه پورته کوي بلکې ملاتړ یې هم کوي.