د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر جان رټکلیف ویلي، چې امریکا د اوس لپاره له کییف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي.
ورته مهال د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مایک والټز تېره ورځ چهارشنبه خبریالانو ته ویلي چې امریکا «یو ګام شاته شوې» او حکومت یې له اوکراین سره د خپلو استخباراتي اړیکو «ټول اړخونه ارزوي.»
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې امریکا له اوکراین سره هر ډول پوځي مرستې هم ځنډولې وې.