Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړیوالي رسنۍ»امریکا ولې په افغانستان کې د خپلې ماتې علتونه څېړي؟
    نړیوالي رسنۍ

    امریکا ولې په افغانستان کې د خپلې ماتې علتونه څېړي؟

    صابر افغانصابر افغان21 جولای 2024۱ څرگندون4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:رویټرز خبري اژانس لیکلي، په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامۍد ارزونې په اړه د یاد هېواد د کانګرېس له خوا ټاکل شوي کمېسیون خپله لومړنۍ ناسته تېره ورځ ترسره کړه.

    د سرچینې په خبره، دغه ۱۶ کسیز کمېسیون نږدې دوه کلونه وړاندې د امریکا د کانګرېس له خوا جوړ شو، خو کار یې یو کال وړاندې پیل کړ.

    د دغه کمېسیون مشر کالین جکسن چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ملکي سلاکار هم و، په دې ناسته کې ویلي چې د دوی اصلي تمرکز پر دې دی، چې د دې جګړې د بایللو اصلي علتونه او عاملین وموندل شي او تر ټولو مهمه دا ده، چې په راتلونکي کې ترې د مهمو درسونو په توګه کار واخیستل.

    د سرچینې په خبره، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې اتو لکو امریکايي ځواکونو برخه اخیستې ده او دا جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وه چې په پای کې د طالبانو په بریا او د امریکايي ځواکونو په له کشمکشه ډکو وتلو پای ته ورسېده.

    رویټرز دغه راز د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځ د تلفاتو شمېرې هم خپرې کړي، چې په وینا یې په دې جګړه کې ۲۲۳۸ امریکايي پوځیان وژل شوي او له ۲۱ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

    د یادؤنې ده چې د دغه کمېسیون غړي پخواني امریکایي پوځیان او هغه کسان دي چې په جګړه کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ښکېل وو.

    تبصره:د امریکا کانګرېس چې د دغه هېواد د کورني او بهرني سیاست او تصمیم نیونې له اصلي مرکزونو دی، دوه کاله وړاندې یې د جګړې د ماهرو او متخصصو کسانو یوې ډلې ته مسوولیت وسپاره چې په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې، خونړۍ، قیمتي او په پای کې بایللې جګړه په اړه مفصله څېړنه وکړي.

    په دې ډله کې ځینې هغه کسان هم شامل دي چې د امریکا په پوځ کې یې په ویتنام، افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې د جګړې په ډګرونو کې فعاله ونډه درلوده او د جګړې له اصلي علتونو خبر دي.

    په لومړي سر کې خو امریکا دا مني، چې جګړه یې بایللې او مقابل اړخ یې (طالبان) پرې په داسې حال کې بریالي شوي چې یو وخت یې غوښتل د نړۍ پر مخ د ژوند کولو هېڅ امکان ور پرې نه ږدي.

    له همدې کبله یې ټوله نړۍ له ځان سره یوځای کړه، افغانستان یې ونیو، هلته یې شته حکومتولي له منځه یووړه او طالبان یې په خپلو کورونو کې هم ژوندي نه پرېښودل، ان د طالبانو په نوم یې زرګونه بې ګناه کسان له منځه یووړل او یا يي زندانونو ته واچول.

    امریکا پر افغانستان پوځي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز یرغل وکړ، اشغال یې کړ، هلته یې د خپلې خوښې وړ حکومت جوړ کړ او فکر یې کاوه چې له دې وروسته به هرڅه د دوی په خوښې مخکې روان وي او له دې ځایه به دوی په سیمه کې خپلې موخې تعقیب او مدیریت کړي، خو دا هرڅه هسې یو کاذب خوب چې ډېر دوام یې ونه کړ او هرڅه د سترګو په رپ کې بدل شول.

    امریکا د افغانستان له جګړې مخکې په ویتنام کې هم ماتې خوړلې وه، د افغانستان له جګړې سره سم یې په عراق کې هم جګړه پیل کړه، هلته یې هم ماتې وخوړه، خو د افغانستان جګړه ورته دومره ترخه تمامه شوه، چې اوس غواړي درسونه او عبرتونه یې ان راتلونکو نسلونو ته ولېږدوي.

    دوی په افغانستان کې لوی تلفات ورکړل، د دوی د مړو او ټپيانو شمېرې له هغو شمېرو څو چنده لوړې دي چې دوی یې په رسنیو کې اعلانوي؛ ترڅنګ یې دلته ټرېلیونونه ډالر ولګول، نړۍوال اشر یې وکړ او ټوله نړۍ یې د ځان ملګرې کړه، خو له دې ټولو سره سره شل کاله وروسته هم دوی هېڅ ترلاسه نه کړل، زرګونه کسان یې له لاسه ورکړل، نړۍوال حیثیت یې راټيت شو، پیسې اوبو یووړې او بالاخره هرڅه یې له لاسه ورکړل، ځکه نو دا درسونه هم پر دې ارزي چې دوی یې د خپل تاریخ برخه وګرځوي، کتابونه پرې ولیکي، څېړنې پرې وکړي، مستندونه پرې جوړ کړي او راتلونکي نسل ته یې ورسوي.

    د دې ترڅنګ دا څه نورې نړۍ ته هم واضح درس کېدای شي چې د افغانستان په اړه په خپلو محاسباتو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي، داسې کار ونه کړي چې برخلیک یې بیا له دوی هم سخت او تریخ شي.

    افغانانو ته هم ښکاره پیغام لري چې لومړی خو د پردیو په تېر ايستونکو وعدو باور ونه کړي کنه همداسې به یوازې پاتې کېږي، لکه څنګه چې امریکا او متحدینو یې تېر افغان حکومت یوازې پرېښود.

    بل پیغام یې دا دی چې موږ باید متحد او یو موټی ملت پاتې شو، لکه د پردیو پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې چې سره واحد یو، باید د هېواد په ابادۍ کې هم همداسې سره متحد پاتې شو.

    مخکینۍ مقالهپاکستان د غرقېدو په درشل کې.
    راتلونکي مقاله کابل د حقیقت په هنداره کې!

    مربوطه لیکنې

    حماس نن د اوربند په لومړۍ ورځ درې اسرائيلي بنديان خوشې کوي

    19 جنوري 2025

    کولمبيا اسراييلو ته د ډبرو سکرو صادرات بند کړل

    19 اگست 2024

    فارین پالیسي: امریکا ته تر ماتې وروسته، له افغانستانه تېښته ترهرڅه مهمه وه!

    17 اگست 2024

    ۱ څرگندون

    1. غلام رسول احمد on 22 جولای 2024 2:38 AM

      اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اللّٰهِ وَبَرَكاتُهُ‎
      اللّٰه تعالی جل جلا له مو ناصر شه تل کامياب او بریالي اوسئ
      هندوکش د افغان مجاهد ولس یو واقعي انځور او غږ دی

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    ‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۷…

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.