امریکا پر اسرائیلو د جېټ الوتکو او نورو پوځي وسلو د پلورو طرحه تصویب کړه چې ارزښت یې ۲۰ میلیارده ډالره یاد شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو بلېنکن ویلي، پر اسرائيل به د ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۵ اف جېټ الوتکې، د ۷۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت د ټانک مرمۍ او د ۵۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي نقلیه وسایط وپلوري.
رویټرز خبري اژانس، د پنټاګون له قوله راپور ورکړی چې دغه وسلې او نظامي تجهیزات به د راتلونکو څو کلونو په لړ کې اسرائيل ته ورکړ شي.
په دغه راپور کې راغلي، تمه ده چې د اف ۱۵ جیټ الوتکو او بویینګ الوتکو تولید کلونه وخت ونیسي او اسرائيل ته یې ورکړه له ۲۰۲۹ زیږیز کاله پیل شي.