Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»امریکا په سیمه کې د لوبې لوبغاړی پاکستان ټاکلی!
    لیکني

    امریکا په سیمه کې د لوبې لوبغاړی پاکستان ټاکلی!

    صابر افغانصابر افغان30 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د اسلامي امارت له راتګ سره سم د پاکستان پالیسي د افغانستان لپاره بدله شوې چې؛ د دې پالیسۍ د تغیر لوی لامل د امریکا دوهمه لوبه یا په سیمه کې د B پلان تطبیق دی.

    امریکا چې په خپل A پلان کې ماته وخوړه اوس یې د لوبې رُخ بدل کړی او د دې لوبې لوبغاړی یې پاکستان ټاکلی دی.پاکستان بیا د شر او فساد ډلې د افغانستان د سیاست د سترنج په تختې لوبوي او غواړي چې د امریکا پروژه او B پلان تطبیق کړي.

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پاکستان او امریکا دواړو ته ګواښ وکړ او ویې وویل:«په سیمه کې د امریکا او پاکستان د پوځونو نظامي تمرینات د افغانستان هوایي حریم نقض او د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا درناوی نه کول به ددې لامل شي چې زموږ اړیکې سره خرابې کړي او دغه ډول سرغړونې نه په تېر کې او نه په اوس کې بې ځوابه پاتې شوې او نه به بې ځوابه پاتې شي».

    افغانان که هر وخت سخته کې راګیر شوي؛ لوږه، تنده نیستۍ، مهاجرتونه او ستونزې یې ګاللي مګر دا ټولې قربانۍ یې د ازادۍ د نعمت لپاره ګاللي.

    افغانان هيڅکله د مریتوب او غلامۍ ژوند نه غواړي، هره سخته مني مګر د غلامۍ ژوند نه مني، مرګ ته د مریتوب په ژوند زر وارې ترجیح ورکوي.

    هر وخت چې افغانان د یو نسبي نظام خاوندان شوي دي نړۍ ورته د بدنیتۍ سترګې نیولي او بیا یې په داخلي کشمکشونو کې اچولي او د افغانستان قضایاوې یې متنازع کړي دي.

    اوس هم چې افغانانو استقلال ګټلی او د خپل ژوند عرابه یې د خپل نوي خپلواک نظام تر چتر لاندې برابر کړی، چاته د لوږې او بې کارۍ شکایت نه کوي، خپلې ستونزې یې د بل درګاه ته نه دي وړي؛ خپله خاوره کې سپوره ډوډۍ خوري د بل هېواد په چارو کې لاس نه وهي؛ مګر همسایه ګان ډول ډول دسیسې راپورته کوي غواړي چې دا نسبي امنیت او دا خدای راکړی نظام له ننګونو سره مخ کړي مګر د دوی دا شوم پلان به کله هم عملي نه شي.

    څنګه چې انګریزانو درې لویې ماتې تجربه کړې، څنګه چې ناټو د 52 هیوادونو په چوکاټ کې شرمناکه ماته وخوړه او تر ناټو وړاندې سور کمون دړې وړې شو؛ دغه سرنوشت به د افغانستان د هر بدخواه وي.

    دوی همیشه افغانستان ته په ډېره کمه سترګه کتلي او افغانستان هغه ژور ګړنګ دی چې ډېرې مغرورې ککرۍ په کې خاورې شوي دي.

    زمونږ د وطن تالې، ناوونه، غرونه او ګړنګونه یو هیبت او عظمت لري؛ له سکندر واخله تر چنګیزخان پورې هر زورور په کې خپل آسونه زغلولي مګر له افغانستان څخه یې روغه سټه نه ده وړې.

    درې لویې امپراطورۍ په کې ماتې شوي چې امریکا یې څلورمه وه چې زموږ په ژوند کې د افغانانو د بې دریغه قربانیو او د خدای جل جلاله د خاصې لورېنې په برکت ماته شوه.

    د مغولو امپراطورۍ، د ایرانیانو صفوي امپراطورۍ، د انګلیس امپراطورۍ او د امریکې د امپراطورۍ جنازې زموږ له خړې او مظلومې خاورې ووتلې.

    بیا هم که د هر زورور زړه وي چې زموږ په وطن یرغل راوړي له راتګ وړاندې دې د بیرته وتلو لارې او ګودرې وګوري.

    سمه ده چې موږ به ټکنالوژۍ او معاصرې وسلې ونه لرو مګر؛ موږ د همدې زورورو شاجورونه بېرته د خدای جل جلاله په تکیه او توکل په همدوی تشوو.

    خوشحال بابا هر زورور ته همدا خبره کوي چې:

    ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه!

    زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم.

    مخکینۍ مقالهد ډاکټر نجیب او امرالله صالح هغه مشترکات چې تاريخ به یې هیڅکله له یاده و نه باسي
    راتلونکي مقاله د پخواني حکومت د یو تن نظامي (عصمت الله نوري) د مړينې حقيقت!

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جون 2025

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    د الجزيرې د راپورونو له مخې نن سهار ايران د بالسټیک توغندیو پر مټ د…

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر اسرائیلو د ايران تازه توغنديز بريدونه د روانې جګړې تر ټولو خونړي بريدونه بلل کېږي

    24 جون 2025

    د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو ټلیفوني خبرې؛ مسکو له تهرانه بشپړ ملاتړ اعلان کړ

    24 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.