Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»امریکا: په عراق او سوریه کې مو له ایران سره تړلې موخې په نښه کړي
    منځنی ختیځ

    امریکا: په عراق او سوریه کې مو له ایران سره تړلې موخې په نښه کړي

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش3 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت(پنټاگون) وايي، په عراق او سوریه کې یې پر ۸۵ ایراني موخو هوايي بریدونه کړي دي.
    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په عراق او سوریه کې یې پر ایراني ملېشو هوايي بریدونه کړي؛ خو تر اوسه د اوښتې مرگ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
    د خبرپاڼې له مخې، امریکا وروسته له هغه په عراق او سوریه کې پر ایران پلوه ملېشو هوايي بریدونه وکړل، چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د سوریې پولې ته نږدې د امریکايي عسکرو پر یوې پوځي اډه د بې‌پېلوټه الوتکې برید وشو، چې له امله یې ۴۴ امریکايي عسکرو ته پکې مرگ‌ژوبله واوښته.
    د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه بریدونو کې د اسلامي انقلاب د قدس ځواک سره تړلو ملېشو مرکزونه، استخباراتي مرکزونه، توغندي، د بې‌پېلوټه الوتکو د ساتنې مرکزونه او د ملېشو د اکمال ځایونه په نښه شوي دي.
    د اسرائیلو له لوري پر غزې د سختې بمبارۍ له امله په منځني ختیځ کې هم حالات ورځ تر بلې خرابېږي، چې لوېدیځ یې پړه پر ایران اچوي؛ خو ایران د امریکا او اروپا دغه ډول تورونه رد کړي دي.
    په سور سمندرگي کې د حوثیانو له لوري د امریکا او اسرائیلو سوداگریزې بېړۍ په نښه کېږي. تېره میاشت امریکا او برېتانیې په گډه اعلان وکړ، چې په یمن کې یې پر حوثیانو بریدونه کړي او د گڼې مرگ‌ژوبلې د اړولو ادعا یې هم کړې وه.
    ایران د تېر په څېر ویلي، چې په منځني ختیځ کې پر امریکايي عسکرو په بریدونو کې لاس نه لري.

    مخکینۍ مقالهټلواله، پرون، نن او سبا
    راتلونکي مقاله پاکستان کې يو عادي دکاندار او لغړی څنګه ميلياردر شو؟

    مربوطه لیکنې

    د یمن حوثیان: د صهیونیستي پوځ د لوی درستیزۍ ودانۍ مو په نښه کړه

    3 سپتمبر 2025

    اخوان المسلمين په حوثي مشرانو د اسرائيلو بريد غندلی او د امت په يووالي یې ټينګار کړی

    31 اگست 2025

    پر صنعاء د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د حوثیانو د کابینې مهم چارواکي هدف ګرځول شوي

    30 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 6 سپتمبر 2025

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو وروسته په نوې دوره کې، یعنې له…

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مقاومت جبهې دوکه‌ شوي جنګیالي بې‌انګیزې شوي دي

    6 سپتمبر 2025

    پنجشېر کې د بېروج قیمتي ډبرو ۱۰ نوي کانونه تثبيت شوي

    6 سپتمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،017 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.