شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، د امریکا شیکاګو ښار په «ریور نارت» سیمه کې پر خلکو د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.د امریکا د شیکاګو ښار پولیسو ویلي، چې بریدګر د ګڼې ګوڼې له یوې ډکې سیمې څخه د تېرېدو پر مهال پر خلکو بېدرېغه ډزې کړي.د پولیسو په وینا، دا پېښه په محلي وخت تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې؛ خو د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه یې څه نهدي ویلي.د یادونې ده، په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا په ګڼو لویو ښارونو کې وسلهوال بریدونه او د وژنو پېښې په بې سارې ډول ډېرې شوې دي.