د امريکا د میریلینډ ښار په یوه ښوونځي کې يوه پخوانۍ ۳۲ کلنه ښوونکې وروسته له هغې په ۳۰ کاله بند محکومه شوې چې له یو ۱۴ کلن هلک سره یې په متعدد ډول جنسي اړیکه ټینګه کړې وه.
د معلوماتو له مخې ښوونکې «ملیسیا کورټس» نومېږي چې د ښوونځي د اتم ټولګي له یو ۱۴ کلن هلک سره یې تر ۲۰ ځلو ډېر جنسي اړیکه ټینګه کړې وه.