امریکا کې میلتون توپان له څو ورځو راهیسې لا هم په شدت دوام لري، تازه یې د فلوریډا سواحلو ته مخه کړې، له دغه ایالته زرګونه اوسېدونکي د خوندي پناه ځایونو پر لوري روان شوي، چې له امله یې د ټمپا او اورلاندو ترمنځ پر لویه لاره سخته ترافیکي ګڼه ګوڼه هم رامنځته شوې ده.
د اقلیمي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي؛ چې یاد طوفان ښايي پراخ زیانونه واړوي او د فلوریډا په تاریخ کې یو له تر ټولو سختو طوفانونو څخه وبلل شي.