د فرانسپریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د کاليفورنیا ایالت په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۳۰ کورونه په بشپړ ډول سوځېدلي او زرګونه خلک له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
د راپور له مخې، سیمه کې له اور لګېدنې وروسته زورور توفان رامنځته شوی چې په ترڅ کې یې اور نورو سیمو ته پراختیا موندلې او د پراخو زیانونو د اوښتو لامل شوی.