
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالي کې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۲۵ میله توپنچې، ۱۹ عدده د توپنچې شاجورونه، دوه لاسي بمونه او ۱۴ عدده د کلاشینکوف او اېم-۱۶ شاجورونه شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.

