کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په خوست، هرات، ننګرهار، بامیان، پروان، نیمروز او غزني ولایتونو کې د جلا عملیاتو پایله کې د غلاوو، وژنې او قاچاق په تړاو ۱۹ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
د یاد وزارت په وینا، له دې ډلې څلور تنه په هرات، درې تنه په خوست، درې تنه په ننګرهار، درې تنه په بامیان، دوه تنه په نیمروز او یو بل تن د غزني ولایت په اړوندو سیمو کې نیول شوی دی.