له کورنیو چارو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په څلورو ولایتونو کې ۱۴ تنه د غلا جوارګرۍ او د غیر قانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي.
په نیول شویو کسانو کې ۲ تنه د غیر قانوني وسلو د لېږد او پنځه تنه نور جوارګر په تخار، ۴ تنه حرفوي غله په نیمروز، ۲ تنه د غلا په تړاو په هرات او یو بل تن غل د ننګرهار په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
ورته مهال، د هرات امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات ددغه ولایت اړوند سیمو کې کشف او ترلاسه کړي دي.