کورنیو چارو وزارت وایي، د ننګرهار امنیې قومندانۍ د دویمې امنیتې حوزې منسوبینو یو تن د قتل په تور نیولی.
د یاد وزارت په وینا، نیول شوي کس څه موده وړاندې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ ته یو کس په دوکه بېولی او د تومانچې په ډزو وژلي و.
ویل شوي یاد کس مقتول څاه ته غورځولی و، چې د امنیتي ځواکونو له پلټنو وروسته یې جسد را ایستل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس خپل جرم منلی او د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.