شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp کورنیو چارو وزارت وایي، د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ ځواکونو یو ځوان له کورني زندان څخه چې له کلونو راهیسې د خپلوانو له لوري په ځنځیرونو تړل شوی و، ژغورلی او د درملنې په موخه یې روغتون ته لېږدولی. د یاد وزارت په وینا، د یاد کس پلار او ورور چې کلونه یې دا ستر ظلم او جنایت کړی و، نیول شوي او د څېړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي24 فبروري 2026