Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»امنیت شوری د اسلامي امارت په خلاف راپورونه خپروي!
    لیکني

    امنیت شوری د اسلامي امارت په خلاف راپورونه خپروي!

    صابر افغانصابر افغان18 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د ملګرو ملتونو امنیت شوری په یوه خپاره کړي راپور کې ادعا کړې چې، په افغانستان د تېرو دریو میاشتو په جریان کې ۲۱۲۷ امنیتي پېښې رامنځته شوي دي.

    د امنیت شوری په تازه راپور کې یادؤنه شوې چې په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال د می له ۱۴مې د جولای تر ۲۳مې پورې د نږدې درېیو میاشتو په لړ کې ۲۱۲۷ امنیتي پېښې شوي چې د ۲۰۲۳ کال د یادې مودې په پرتله ۵۳٪ سلنه لوړوالی ښيي.

    راپور زیاتوي تېر کال په یاده موده کې ۳۷ وسله والې نښتې شوې وې چې سږ کال یې شمېر ۸۰ ته لوړ شوی دی؛ او همدارنګه د مقناطیسي ماینونو پېښې له ۷ څخه ۱۳ ته پورته شوې دي.

    د امنیت شوری راپور وايي، د شر او فساد ډلو په کابل او شاوخوا سیمو کې پر طالبانو ۷۳ وسله وال بریدونه کړي او د داعش ډلې بریدونه هم زیات شوي دي، په دې راپور کې یې تر ډېره ګوت نیونه، په بامیانو کې د ګرځندویانو وژلو ته ده.

    په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د اسلام او وطن دښمنانو په دایکندي ولایت کې ۱۴ ملکي کسان ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل، مسؤلیت یې داعش خوارجو په غاړه واخیست.

    راپور زیاتوي چې، په دې موده کې د اسلامي امارت مجاهدینو په کونړ، پکتیا او خوست ولایتونو کې له پاکستاني ځواکونو سره ۱۳ وسله والې نښتې کړې دي.

    دا په داسې حال کې ده چې، اسلامي امارت په ټول هیواد کې د بشپړ امنیت د تأمین، افغانانو او بهرنیو هیوادونو ته ډاډ ورکوي او دا د اسلامي امارت لویه لاس ته راوړنه ګڼي. امنیت شوری په بار، بار د اسلامي امارت په خلاف برعکس راپورونه نشر کړي او په حقیقت یې پرده اچولې.

    حقیقت خو دا دی چې اسلامي امارت په تېرو دریو کلنو کې چې د امنیت په برخه کې کوم کوټلي ګامونه پورته کړي، حتی قلم به یې په لیکلو عاجز پاتې شي، ورځ تر بلې هیواد کې د امنیت کړۍ مخ په ټینګېدو دي، مخالفې او ضد ډلې یې په شا تمبلولي، هیچا ته د ورانکاره فعالیتونو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي او نه به یې ورکړي.

    کله چې عوام له دولت او دولت له عوامو سره هماهنګه اوسي، هلته امنیتي پیښې نه شي ترسره کېدای، نو فلهذا امنیت شوری دې په خپل خپاره کړي راپور له سره غور وکړي او یا دې بښنه وغواړي.

    مخکینۍ مقالهتېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۰۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي
    راتلونکي مقاله د جان بولټن اندېښنه او د افغانستان اوسنی ارام وضعیت!

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    د پاکستان د طالبانو غورځنګ د رسنيزو ادرسونو د خپرو کړو شمېرو له مخې د…

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو تېرې درې ورځې په ۵۴ بريدونو کې ۹۲ پاکستاني عسکر وژلي او ۷۲ ټپيان کړي

    25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.