Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اميرخان متقي: په پوځي لباس کې هېڅ امريکايي افغانستان ته نشي راتللی
    افغانستان

    اميرخان متقي: په پوځي لباس کې هېڅ امريکايي افغانستان ته نشي راتللی

    عمران آغاعمران آغا15 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي، امریکا له نظامي ځواک پرته یوازې په ډيپلوماټيک ډول افغانستان ته راتللی شي.

    ښاغلي متقي ویلي، د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو.

    د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي و ویل: «کله چې موږ په دوحه کې له امریکايي وګړو سره مذاکرات درلودل، هلته مو هم هغوی ته ویلي وو، او اوس یې هم وايو په افغانستان کې د امریکايي وګړي پوځي یونیفورم نه‌ منو خو که له ډيپلوماټيک یونیفورم سره راځي ستونزه نشته.»

    همدارنګه ښاغلي متقي له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې امریکا له اوسني حکومت سره یو ډالر مرسته هم نه ده کړې او د دوی مرستې نړۍوالو سازمانونو او بهر ته د تللو افغانانو په تخلیه کې شوې دي.

    هغه دغه راز ټینګار کړی، چې د سرپرست حکومت له لوري له هیڅ مرسته کوونکي بنسټ مالیه او حق العبور نه اخیستل کېږي.

    ښاغلي متقي زیاته کړه: «هغه مرستې چې د هېوادونو له لوري شوې دي، په ځانګړې توګه د امریکا له لوري، د تېر په څېر سیسټم دی چې د ملګرو ملتونو او یا کومې موسسې ته چې دلته فعاله وي، ورکول کیږي. په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان حکومت ته یو ډالر هم نه دی ورکړ شوی.»

    نوموړي په یو شمېر هېوادونو کې د کونسلګریو د تړلو علت فساد بللی او زیاته کړې یې ده، چې په بهر کې مېشت هېوادوال کولای شي، په نږدې هېوادونو کې خپلې ستونزې حل کړي: «موږ هڅه وکړه چې دغه استازولۍ له حکومت سره تعامل وکړي، او له مرکز سره په اړیکه کې وي ترڅو هلته چې کوم فساد او اختلاس دی هغه له منځه ولاړ شي خو؛ له بده مرغه داسې ونه شول او اخر اړ شو چې بې واکه یې اعلان کړو.

    د بهرنیو چارو سرپرست د ټاکنو په اړه ویلي، چې ټول ټاکنو په افغانستان کې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې او دوی په دې اړه تر اوسه هیڅ پرېکړه نه ده کړې.

    مخکینۍ مقالهد کانونو او پټرولیم سرپرست د نیمروز له والي سره کتلي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان پوځي رژیم له خوا د اوربند نقض؛ کونړ کې یې افغان روغتیاپالان په نښه کړي

    19 مارچ 2026

    د مصر الازهر پوهنتون کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم بريد ښکاره جنايت بللی

    18 مارچ 2026

    د پاکستاني رژيم په بريد کې شهيد شوي کسان په ډله‌ييز قبر کې خاورو ته وسپارل شول

    18 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 20 مارچ 2026

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    په سیمه کې وروستیو تحولاتو او پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ بریدونو یو ځل…

    د ايران ګڼ شمېر توغندي د اشغال شوي فلسطین په حيفا ښار لګېدلي

    19 مارچ 2026

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې شمالي وزیرستان کې د پاکستاني عسکرو پر کمپ برید کړی

    19 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    20 مارچ 2026

    د ايران ګڼ شمېر توغندي د اشغال شوي فلسطین په حيفا ښار لګېدلي

    19 مارچ 2026

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې شمالي وزیرستان کې د پاکستاني عسکرو پر کمپ برید کړی

    19 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.