د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره لیدلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اندونیزیا په پلاوي کې د هلال احمر او جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا، د اندونیزیا د قوانینو او بشري حقوقو مخکېنی وزیر عبدالحمید اول الدین او د اندونیزیا د انرژي او کانونو مخکېنی وزیر سعید سودیرمن او نورو مسوولینو باندې مشتمل وو د افغانستان د وضعیت ارزونې په موخه کابل ته سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، له یاد پلاوي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداگریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان او اندونیزیا د خلکو او حکومتونو ترمنځ شته دیني، کلتوري او متقابل احترام ته په کتو له اندونیزیا سره د اړیکو د ټینگښت او پراختیا غوښتونکی دی.: «له ۴۵ کلنې جگړې وروسته په افغانستان کې امن راغلی او د انرژۍ، کانونو، کرنې، سړک جوړونې، صنعت او بېلابېلو برخو کې د سوداگرۍ او بهرنۍ پانگونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.»
اندونیزیايي پلاوي ویلي، اندونیزیا غواړي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي او د افغانستان واقعي وضعیت به د اندونیزیا حکومت او خلکو ته په ډاگه کړي.: «اندونیزیا هیله لري چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او افغان محصلینو ته بورسونه او فیلوشپونه ورکړي.»