
د اندونیزیا په شمالي سولاویسي ټاپو کې د زړو خلکو د ساتنې په یوه مرکز کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یاد مرکز چې د تقاعد شویو کسانو لپاره جوړ شوی و، ډېری اوسېدونکي یې زاړه او ناروغ خلک وو.
چارواکو ویلي، چې اور د شاوخوا شپې ناوخته بل شوی او د مرکز ډېرې برخې یې سوځولي دي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې د پېښې د لامل موندلو لپاره یې څېړنې پیل کړي او پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

