
المرصاد نشراتي ادارې ته امنیتي سرچینو ویلي چې د اورکزیو په سیمه کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون نهه داعشیان په یوه برید کې وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، تېره شپه د اورکزیو د غلجو په تورکاڼي او نریک سیمو کې له داعشیانو سره نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې نهه تنه داعشیان ووژل شول. د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه مهم قومندانان، حاجي عبدالرحمن مشهور په ابو ناصر او ملا فاروقي هم شامل دي، چې د داعشیانو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېدل او هڅه یې کوله چې په سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي.
المرصاد زیاتوي، د یادو عملیاتو وروسته یې د وژل شویو کسانو عکسونه هم له خپلو سرچینو ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې وړمه شپه هم د تیرا په توردره سیمه کې د داعشیانو پر یوې ډلې عملیات ترسره شوي وو، چې المرصاد یې اړوند ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

