د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، اوسمهال د هېواد په ټولو زندانونو کې د ۲۰ زره افغانانو سربېره ۶۰ تنه بهرني وگړي هم بندیان دي، چې لس یې ښځې دي.
د یادې ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال عبدالله همدرد وايي، بهرني وگړي د بېلابېلو لاملونو له مخې بندیان شوي دي.د همدرد په خبره، په شل زره افغان بندیانو کې یو نیم زر ښځې هم شاملې دي.:«د اسلامي امارت په زندانونو کې شکنجه نشته، بلکې د دیني او عصري زده کړو په برخه کې زندانونه د اصلاح په ځای بدل شوي دي.»
دی وايي، اوسمهال د هېواد په زندانونو کې بندیانو ته د عصري او دیني زدهکړو سربېره په حرفوي برخو خیاطۍ، ترکاڼۍ، د بوټونو جوړولو او گرځنده موبایلونو د ترمیم په برخه کې هم زدهکړې ورکول کېږي.
نوموړي نه دي ویلي، چې ۲۰ زره افغان بندیان په کومو جرمونو نیول شوي او د څومره بندیانو دوسیې حل شوي دي.