
سياېناېن راپور ورکړی، چې د روسیې او اوکراین استازو پرون د ترکيې په استانبول کې د خبرو اترو د درېيم پړاو پر مهال د بنديانو پر تبادلې هوکړه کړې.
سرچينه وايي، دواړو لوريو د بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه؛ خو د اوربند، د جګړې د پای ته رسولو او د ولسمشرانو د لیدنې په اړه هېڅ راز توافق نه دی شوی.
د معلوماتو له مخې روسي او اوکرایني پلاویو په استانبول کې د ۴۰ دقیقو خبرو پر مهال د لږ تر لږه ۱۲۰۰ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړه کړې ده.
راپورونه وایي، دواړو لوریو ومنله، چې لږ تر لږه ۱۲۰۰ بندیان به تبادله کړي او روسیې دغه راز د سلګونه اوکرایني جسدونو د سپارلو وړاندیز وکړ.
د سرچينې په خبره اوکراین د زيلينسکي او پوتین د لیدنې وړاندیز کړی، خو مسکو ټینګار کړی چې داسې ناسته باید یوازې د هوکړې د لاسلیک لپاره وي.