د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې د روسيې په ګټه او د اوکراین پر ضد په جګړه بوخت د شمالي کوريا ۱۰۰۰ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر نور بيا ټپيان دي.
که څه هم په رسمي ډول تر اوسه د شمالي کوريا او روسیې حکومتونو دا خبره نه ده تاييد کړې؛ خو داسې انګيرل کيږي چې شمالي کوريا په تیر مني کې اوکراين ته خپل زرګونه سرتیري لیږلي ترڅو د روسیې له پوځ سره اوږه په اوږه د اوکراین پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.