نړیوالو رسنیو د اوکراین د پوځ په حواله خبر ورکړی چې، د اوکراین او شمالي کوریا پوځیانو ترمنځ د دوشنبې په ماښام د کورسک په سرحدي سیمه کې لومړنۍ جګړه رامنځته شوې ده.
د چارو د شنونکو په وینا؛ داسې ښکاري چې د روسیې پوځ د کرسک په جبهه کې د شمالي کوریا پوځیان کاروي او خپله د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ روسیې له شمالي کوریا سره د پوځي همکاریو تړون تصویب کړی و، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي ستراتيژیکو همکاریو ته لار برابره شوې ده.